د زابل پوهنې ریاست ته د اسلامي زده کړو درسي کتابونه وویشل شول
پوهنې وزارت، زابل: د زابل ولایت دینی مدرسو او د اسلامي تعلیماتو مرکزونو ته د نوي نصاب درسي کتابونه و ویشل شول.
په هغه غونډه کې چې د زابل ولایت د کلات ښار په مرکزي دارالعلوم کې جوړه شوې وه ، د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو امر وویل، چې د اسلامي زده کړو ۳۷۳۹ ټوکه نوي درسي کتابونه له مرکز څخه را رسیدلي ، چې د دینې مدرسو او دارلعلومو له څلورم څخه تر دولسم ټولګیو پورې زده کوونکو ته، مهال ویش سره سم وویشل شي.
هغه زیاته کړه: د دې کتابونو په ویشلو سره، به دیني مدرسو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه یوه بريده حل شي.
همدا راز د مرکزي دارالعلوم مدیر د دغه ولایت اسلامي بنسټونو ته د درسي کتابونو د ویش له پروسې خوښي څرګنده کړه او د دې پروسې پیل یې د اسلامي زده کړو د بډاينې لپاره یو مثبت ګام وباله .
