د غزني ولایت د پوهنې ریاست رهبري د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه

د غزني ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د خصوصي کورسونو له مالکینو سره د ریاست مرستیال مولوي محمد عمر وثیق تر مشري لاندې غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د غزني ولایت د امرباالمعروف ریاست مسئولینو تر څنګ ددې ریاست د څارنې آمر، د انسجام ، همغږۍ آمر او د تفتیش مدیر هم ګډون درلود.
د پوهنې ریاست رهبري د خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسئولینو ته یو لړ مقرراتو د پلي کیدو تر څنګ لازمې لارښوونې وکړي:
۱ - په کورسونو کې باید د نجونو او هلکانو ټولګي جدا شي.
۲ – د امکان تر حده د ښځینه زده کوونکو لپاره ښځینه ښوونکې باید و وګمارل شي .
۳ – ټول ښوونیز مرکزونه مو باید له پوهنې ریاست سره ثبت او راجیستر شي.
۴ – که د کوم ښوونیز مرکز جواز تر وخت تیر وي باید زرتر زره یی له سره نوی کړی .
۵ – د څار ټولو غړو ته دنده سپارل کیږي چې له پورته ذکر شوو لارښوونو څخه په ټینګه څارنه وکړي،
د سر غړونې په صورت کې به له متخلفینو سره د لایحې او قانون له مخې چلند وشي، که چېرته کوم ښوونیز مرکز د قانون څخه سرغړونه کوی پوهنې ریاست ته به معرفی کیږی او ورسته به د قانون له مخی یاد مرکز تړل کیږی.
همدا رنګه پوهنې ریاست په پام کې لرې چې په راتلونکي نوی کال کې په خصوصي ښوونیزو سکتور کې اصلاحات را ولی او ورته لازمی آسانتیاوی برابري کړي.
په پای کې د امرباالمعروف استازو خبرې وکړې او د یادو موضوعاتو پلي کول یې خپبل ایماني او وجداني وجیبه و بلله، ورپسې د خصوصي سکتور استازو هم خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د پوهنې ریاست رهبري ته وړاندې کړل.