د فراه ولایت ښوونکو ته د کرونا وايروس واکسين لګولو لړۍ پیل شوه.

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۳:۳۵
د فراه ولایت ښوونکو ته د کرونا وايروس واکسين لګولو لړۍ پیل شوه.

د پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولايت د پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو ته د کرونا وايروس واکسين لګول د یاد ولایت د عامي روغتيا رياست په همکارۍ پيل شو.

د پوهنې رئیس وحیدالله شیرانی د فراه ولایت د عامې روغتیا له ریاست څخه په مننې سره، د ياد واکسين په لګولو خوښي وښوده، د پوهنې رياست له کارکوونکو او ښوونکو يې وغوښتل چې دا فرصت (واکسين) له لاسه ورنه کړي او له کرونا ناروغۍ څخه ځان او خپله کورنۍ خوندي وساتي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس، د کرونا وایروس پر وړاندې مبارزه کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه له مرستو او همکاریو مننه وکړه، د یاد واکسین په ګټورتوب وغږیده او له لګولو وروسته، د احتمالي زیانونو په اړه یې خلکو ته ډاد ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS