د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۱
25

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت خدماتو ریاست، د معینیتونو او مرکزي ریاستونو لپاره د ۱۲ قلمه صحي او پاکوونکو توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد د مزمل مدثر لمیټیډ شرکت ته چې د کابل ولایت مرکز اړوند د شهرنو په انصاري څلورلارې کې موقعیت لري، د ۶۰۰۰۰۰ شپږ سوه زره افغانیو په ټولیز قېمت ورکړي.

هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد او د یاد ولایت د ګیان ولسوالۍ علماءکرامو او د خلکو استازو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، د لیستور لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست کې لارښود غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د مختلفو څانګو د رهبرۍ او چارواکو سره د یادې ادارې په ساینس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ولایت پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له خوا، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د کابل ولایت پوهنې نوي رئیس په توګه په رسمي ډول د. . .

BACK TO NEWS