د قرارداد ورکولو پرېکړې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۵۱
لسی

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مرکزي ریاستونو په موخه د ۱۸ قلمه ټکنالوژیکي توکو برابرولو او پېرلو قرارداد په دوو لاټونو کې ورکړي.
د یاد قرارداد لومړی لاټ، چې دوه قلمه توکي پکې شامل دي، د حامد الفا لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د کابل ښار د دولسمې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې موقعیت لري، د ۴ میلیونه، ۷۶۸ زره او ۳۳۵ افغانیو په ټولیز ارزښت او دویم لاټ، چې ۱۶ قلمه توکي پکې شامل دي، د ملګري فضلي سوداګریز شرکت ته، چې د کابل ښار د شهرنو سیمې، آسایش ټاور څلورلارې ته څېرمه موقعیت لري، د ۴ میلیونه، ۵۴۱ زره او ۵۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي، خپل شکایتونه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو تقویمي ورځو په ترڅ کې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانان سیمې ته څېرمه موقعيت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر هغه چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني پړاوونه ترسره شوي نه وي، قرارداد نه منعقدېږي.

د پوهنې وزارت
 د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS