د لوګر د خوښۍ د هلکانو لېسې ته نوی آمر معرفي شو
پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د خوښۍ د هلکانو لېسې ته د آزادې سیالۍ له لارې په رسمي ډول نوی آمر معرفي شو.
د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د تفتیش مدیر ربیع الله نائب خیل، یو شمېر قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د خوښۍ د هلکانو لېسې نوی ټاکل شوی آمر محمد جمیل نومیږي، چې د آزادې سیالۍ له لارې پر دې دندې ګمارل شوی دی.
هغه د لوګر دارالمعلمین د انګلیسي په څانګه کې نیمه لوړې زده کړې کړي او له دې مخکې د څرخ ولسوالۍ د یوه ښوونځي ښوونکی و.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال له نوي آمر څخه وغوښتل، چې د پوهنې وضعیت د ښه والي او د خوښۍ لېسې د پرمختګ لپاره کار وکړي.
له دې مخکې د خوښۍ د هلکانو د لېسې آمر شاه حسین و، چې نوموړی څه موده مخکې د عمر د ډېروالي له امله تقاعد شوی.
د یادې لېسې نوي آمر محمد جمیل ژمنه وکړه، چې چارې به د پوهنې وزارت د قوانینو له مخې پرمخ وړي او د پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره به کار کوي.
