د لوګر ولایت د مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرامونه پیل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۲
14564

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو ۳۴۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او د شوراګانو غړو لپاره دوه، پنځه او شپږ ورځني روزنیز پروګرامونه تنظیم کړل.

یاد پروګرامونه له پوهنې ریاست سره په همغږۍ او د یوې مرستندویه ادارې په همکارۍ چمتو شوي دي، چې موخه یې د مسئولینو او ښوونکو د پوهاوي او وړتیاوو لوړول دي.

تمه کېږي چې ۴۰ تنه مدیران او سرښوونکي، ۳۰۰ تنه ښوونکي او د ښوونځیو شوراګانو غړي به د همدغو پروګرامونو له علمي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي، کوم چې په تدریسي کیفیت باندې به خورا مثبته اغېزه ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد او د یاد ولایت د ګیان ولسوالۍ علماءکرامو او د خلکو استازو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، د لیستور لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست کې لارښود غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د مختلفو څانګو د رهبرۍ او چارواکو سره د یادې ادارې په ساینس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ولایت پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له خوا، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د کابل ولایت پوهنې نوي رئیس په توګه په رسمي ډول د. . .

BACK TO NEWS