د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د کمپیوټر ټولګي جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۱
954195

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند ده‌نو لېسې لپاره د کمپیوټر یوه ټولګي جوړولو چارې د سیمې اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
 د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، یاد ټولګی ۱۶ متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري، چې د جوړېدو په حال کې دی او په یوه وخت کې به د ۷۰ تر ۸۰ تنو زده‌کوونکو د زده‌کړې ظرفیت ولري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سیمې اوسېدونکو د کمپیوټرونو، د لمریزې برېښنا تجهیزاتو او نورو اړینو توکو په برابرولو سره له دغې لېسې سره همکاري کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۳
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بلخ ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، له خپل مل پلاوي سره بلخ ولایت ته ورسېد.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د بلخ له پوهنې رئیس محترم مفتي محمدشریف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د هرات ولایت په دوه بابه ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند په شهزاده قاسم ښوونځي او خاتم‌الانبیاء دیني مدرسه کې د څښاک پاکو اوبو دوه حلقې څاګان د یوې خیریه ادارې له لوري د ۲۹۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت وکېندل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د شکایتونو او ستونزو د ثبت او اورېدو په اړه؛

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو په اړه د هېوادوالو د شکایتونو، ستونزو او وړاندیزونو د ثبت. . .

BACK TO NEWS