د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بلخ ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، له خپل مل پلاوي سره بلخ ولایت ته ورسېد.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د بلخ له پوهنې رئیس محترم مفتي محمدشریف عثماني سره وکتل او د خپل سفر موخه یې د پوهنې ریاست د اداري او تدریسي چارو څارنه او ارزونه وبلله.
همدارنګه، د یاد ولایت پوهنې رئیس پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی سره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
