د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د درېیو درسي خونو جوړول پیل شول

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په کمال خېل کلي کې د کمال خېل ښوونځي لپاره د درېیو درسي خونو جوړول په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شول.
یاد ټولګي به د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت، په اساسي ډول، د ښوونځي شورا او ځایي اوسېدونکو په مالي مرسته، د درېیو میاشتو په اوږدو کې جوړ شي.
هر ټولګي ۸ متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري او په بشپړېدو سره به د دغه ښوونځي د شاوخوا ۱۵۰ تنو زدهکوونکو لپاره د درسي خونو کمښت ستونزه حل شي.