د لوګر ولایت پوهنې ریاست او د یو خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت قرارداد لاسلیک شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۷
gadfg

د لوګر ولایت پوهنې ریاست او د یو خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ په یاد ولایت کې د ۱۲ اداري او تعلیمي ودانیو د ترمیم لپاره د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت قرارداد لاسلیک شو.

د قرارداد له مخې به، د پوهنې ریاست ودانۍ، دوه دیني مدرسې او ۹ بابه ښوونځي په اساسي ډول بیا ورغول شي، چې عملي کارونه به یې راتلونکې اوونۍ په رسمي ډول پیل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په همدغه ولایت کې د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته د ۴۹ بابه ښوونځیو د بیارغونې یوه لویه پروژه پیل شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

د هرات ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د یاد ولایت له یو شمېر ښوونځیو څخه ۲۰۰ زره ټوکه اضافي درسي کتابونه راټول او هغو زده‌کوونکو ته ووېشل شول، کوم د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو. . .

BACK TO NEWS