د لوګر ولایت پوهنې ریاست کې د چوپړتیاوو وړاندې کولو نندارتون جوړ شو
پوهنې وزارت، لوګر: لوګر ولایت کې د پوهنې ریاست له لوري د زده کوونکو فعالیتونه، کړنې، ښوونیز توکي او لاسي صنایع د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو ترڅنګ، د انځورونو له لارې نندارې ته وړاندې شول.
دا نندارتون د کمال خان بند د پرانیستې او د بزګر د ملي ورځې په ویاړ جوړ شوی، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د لوګر ولایت د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي وویل: د دغه نندارتون موخه د پوهنې ریاست د بیلا بیلو برخو د لاسته راوړنو او فعالیتونو منعکسول دي.
هغه زیاته کړه: په راتلونکي کې به د ښوونځیو په کچه د زده کوونکو د لاسي صنایعو د نندارې لپاره یو لوی نندارتون جوړ کړو.
هیره دې نه وي، چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست تېرو کلونو کې هم خپل فعالیتونه او د زده کوونکو لاسي صنایع په ورته ډول نندارې ته وړاندې کړې وې.
