د میدان وردک ولايت د پوهني رياست يوشميرکارکونکو ته، د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۳:۲۴
دمیدان وردک ولايت د پوهني رياست يوشميرکارکونکو ته، د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

دپوهنې وزارت_میدان وردک: د میدان وردک ولایت د ولسوالیو دپوهنې آمرینو، د دولتي او خصوصي ښوونځیو آمرینو او ښوونیزې څارنې غړو ته د کانکور ازموینې له پروسې سره د زده کوونکو د بلدېدو په موخه روزنه ورکړل شوه.
دغه روزنه د ازموينو ملي ادارې ورکړه، چې موخه یې د کانکور د راتلونکي ازموینې له اصلي بهیر سره د زده کوونکو بلدول او چمتو کول دي.
د میدان وردک ولایت د پوهنې رییس دوکتور محمد سعید منصور پر یادې روزنې خوښي وښودله او دا یې د کانکور ازموینې له پروسې سره د زده کوونکو د بلدېدو ښه طریقه یاده کړه.
هغه زیاته کړه، چې ډېر ژر به د روزل شویو مدیرانو او سرښوونکو له خوا د کانکور ازموینې ګډونوالو ته د کانکور د آمادګۍ پروګرامونه په لاره واچول شي.
ښاغلي منصور برخه والو ته سپارښتنه وکړه چې د ازموینو د ملي کمیټې د پلاوي سپارښتنې په خپلو کاري ساحو کې په عمل کې پلې کړي تر څو دکانکور ازموینې دبرخه والو ستونزی راکمې شي. همداراز يې د ازموینو ملي ادارې له راغلي پلاوي مننه وکړه چې دکانکور ازموینې په اړه یې د شته پوښتونو او ستونزو په اړه معلومات راوړي او وړاندې کوي.
پاته دې نه وي چې دا لړی به ولسواليو ته هم غځېږي او هغه زده کوونکي چې کابل کې دکانکور آماده ګی لپاره راغلي هغوی ته به په کابل کې دا سمینار ورکول کېږي تر څو یې شته ستونزې حل او دخپلې خوښې پوهنځيو ته لار پيدا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS