د میدان وردګ ولایت په عمر ولي لېسه کې دوه درسي خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۹
۱۲۳

د پوهنې له سپېڅلې کاروان سره د خلکو د مرستو په لړ کې دا ځل د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د عمر ولي په لېسه کې دوه درسي خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
پر یادو درسي خونو شاوخوا ۱۳۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د سېمي د خلکو له لوري ورکړل شوي دي.   
د یاد لېسې آمر د سیدآباد ولسوالۍ د خلکو له نیک احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د یادو درسي خونو د جوړولو چارې د دې لېسې د ښوونکو او زده کوونکو په مرسته بشپړه شوې.
په پای کې د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو او د ښوونځي د کارکوونکو له دې نیک اقدام څخه ستاینه وکړه او دا یې د پوهنې سره د دوی د مینې یوه غوره بېلګه وبلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

په خوست ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځیو بیارغونه د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د درېیو درسي خونو جوړول پیل شول

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په کمال خېل کلي کې د کمال خېل ښوونځي لپاره د درېیو درسي خونو جوړول په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شول.

یاد ټولګي به د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د پکتیکا ولایت په یو ښوونځي کې څو پروژې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۱۲۴ زره افغانیو په لګښت د ژورې څاه کیندلو، لمریزو تختو نصبولو او نورو اړوندو تخنیکي تجهیزاتو پروژې بشپړې کړې، چې په پایله کې یې د. . .

BACK TO NEWS