د ننګرهار دیني مدرسو او دارالعلومو ته درسي کتابونه او دفتري وسایل ورکړل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۵:۳۴

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند دیني مدارسو او دارالعلومو ته بېلابېل دیني کتابونه او دفتري تجهزات وویشل شول.

د پوهنې ریاست علمي مرستیال مولوي ملکیار شګیوال د دغو توکیو د ویش پر مهال وویل: یاد دینی درسي کتابونه د سعودی عربستان هیواد له لوري د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت سره مرسته شوي همدارنګه کمپیوټرونه، فرشونه، دفتري میزونه او څوکۍ، جنراتورونه او نور د اړتیا وړ توکي چې د پوهنې ریاست زیرمتون ته رارسیدلي و وویشل شول.

ملکیار شګیوال وویل د کتابونو په ویش سره به د دینی مدارسو د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره او همدارنګه د دفتری وسایلو له ویشلو وروسته به د دینی مدارسو او دارلعلومو د ادارو ستونزه هواره شي .

نوموړي د دینی مدارسو او دارالعلومو له مسولینو وغوښتل چې له دغو مرسته شویو وسایلو نه په سمه توګه ګټه پورته کړي او په ساتنه کې یې هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS