د ننګرهار ولایت له پوهنې دوه لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۱۲
6326

* د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ حدر خېل قوم مشرانو لخوا، د یادې ولسوالۍ په اړوند کې د اسامه بن زید «رضی الله عنه» دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه او اسناد یې په رسمي ډول پوهنې ریاست ته وسپارل شول.

همدارنګه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ هاشم خېلو عالي لېسې زده‌کوونکو لپاره د خوندي تدریسي چاپېریال د نشتوالي ستونزې حل لپاره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مینه والو په همکارۍ، په همدغې لېسه کې د یو شمېر نویو درسي خونو جوړولو لپاره ۱۳۵ زره ۳۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پکتیا ولایت په ۲ بابه ښوونځیو کې درسي خونې او لوبغالی جوړېږي

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند شهید منصور لېسې لپاره د ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت یو لوبغالی جوړېږي، چې پکې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای، د وسایطو تمځای او نور اړین ملحقات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
Background image

د میدان وردګ ولایت له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

* د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند یوه خیرخواه او معارف‌پال شخص له لوري، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې سره سل زره افغانۍ مرسته شوې ده او یادې پیسې د ښوونځي د ترمیم او بیارغونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

BACK TO NEWS