د ننگرهار د ښوونځيو زده کوونکو ته د قرطاسیې او روغتیایي کیټونو ویش پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۹
د ننگرهار د ښوونځيو زده کوونکو ته د قرطاسیې او روغتیایي کیټونو ویش پیل شو

دد پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د تودو سیمو ښوونځیو زده کوونکوته د قرطاسیې او روغتیایي کیټونو ویش پېل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د پوهنې رییس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې د یونیسف ادارې نه د مننې په څرګندولو سره وویل: یونیسف اداره په خورا سختو او اړمنو شیبو کې د پوهنې ریاست لاسنیوی کوي او هر چېرته چې د ماشومانو د زده کړو ستونزه مطرح کیږي یونیسف اداره یې مرستې ته چمتو وي.

پوهنې ریس د اړوندو ولسوالیو د پوهنې له آمرینو وغوښتل چې د قرطاسیې او نورو اړینو توکیو په ویش کې شفافیت او توازن ته جدي پاملرنه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني پوښتنه کیږي.

همدارنګه په ختیزو ولایتونوکې د یونیسف ادارې د پروګرامونو مشرې میرمن انیتا حیدري خبرې وکړې او ویې ویل د پوهنې ریاست سره د ښې همغږۍ له امله د دوی د ادارې کارونه په سمه توګه پر مخ روان دي هغي ډاډ ورکړ چې راتلونکې کې به هم د یونیسف ادارې مرستې د دې سیمې ماشومانو ته دوام وکړي.

د یاده ولو وړ ده چې مرسته شوي قرطاسیه او روغتیایي کیټونه به د ننګرهار ولایت د شلو ولسوالیو د تودو سیمو خواوشاه سل زرو زده کوونکو ته له لومړي ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې او روغتیایی کیټونه به تر سلو زرو زیاتو نجونو زده کوونکو او ښځینه ښوونکو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS