د هرات ولایت د پوهنې ریاست سره مرسته و شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۴
د هرات ولایت د پوهنې ریاست سره مرسته و شوه

پوهنې وزارت، هرات: د مکتب جوړونې ټولنيز انجمن په هرات ولايت کې د ياد ولايت له ښوونځيو سره د خوراکي توکو او روغتیايی کڅوړو مرسته وکړه.

د يادو توکو د اخيستنې په غونډه کې د هرات ولايت د پوهنې رئيس د یادې ټولنې له دې مرستې څخه خوښي څرګنده کړه او وې ويل: د زده کووونکو د کورنيو اقتصادي وضعيت ته په کتو سره، مرسته شوې روغتیايي کڅوړه به د ساري ناروغیو، په خاصه توګه د کرونا وایروس د مخنیوي په برخه کې له زده کوونکو سره مرسته وکړي او همداراز مرسته شوي خوراکي توکي به د زده کوونکو ‌‌‌ذهنې وړتیا زیاته او د خوار ځواکۍ کچه راټیټه کړي.

د هرات ولایت د پوهنې رئیس ژمنه وکړه چې مرسته شوي توکي به په شفاف ډول د یادې ټولنې د استازي له لوري د ادرسکن ولسوالۍ په ګډون، مرکز پورې اړوند دیارلس ښوونځیو کې وویشل شي.

د یادونې وړ ده، چې دا ټولنیز انجمن د هرات ولایت د سوداګرو په نوښت جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱
Background image

په بادغیس ولایت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د “اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج” تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه د مرکز او آب‌کمري ولسوالۍ۱۳۰تنو ښوونکو لپاره پیل کړه.
د یاد سیمینار موخه د تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، تربیوي او څارنيزو کړنو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېل مهم فعالیتونه ترسره کړي، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د اوونۍ د مهمو خبرونو لنډه کتنه

۱- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست هېواد ته د بېرته راستانه شويو ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، ترڅو د کابل ښار د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو. . .

BACK TO NEWS