د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، تربیوي او څارنيزو کړنو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېل مهم فعالیتونه ترسره کړي، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
د دعوت او ارشاد ریاست د رسمي تشکیلاتو له مخې د هېواد د ټولو ولایتونو او د کابل ښار د شپاړسو ښوونیزو حوزو لپاره د ۵۰ بستونو ډکولو په موخه رقابتي ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د روڼتيا، عدالت او مسلکي معیارونو په رعایت سره ترسره شوه، ترڅو وړ، مسلکي او بااستعداده کسان د یادو بستونو لپاره وټاکل شي.
د دغې پروسې موخه د دعوت او ارشاد د چارو لا اغېزمنول، د خدمتونو پراختیا او د اداري ظرفیتونو پیاوړتیا ده.
همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست د څارنيزو ټیمونو له لوري د کابل ښار ۲۵ بابه خصوصي او ۲ بتبه امارتي ښوونځي او مدرسې وڅارل شوې.
د څارنې او ارزونې پر مهال د تعلیمي نصاب د تطبیق، د سیرت او صورت، نظم او ډسپلین، اخلاقي وضعیت او د ښوونیز چاپېریال اړوند بېلابېل موارد و ارزول شول. همداراز د چارو لا ښه والي او د احتمالي نیمګړتیاوو رفع کولو لپاره اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم وړاندې شوې.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د هېواد په کچه د ولایتونو د دعوت او ارشاد ادارو، د ولسوالیو پوهنې امریتونو، امارتي او خصوصي ښوونځیو، مدارسو او خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د دعوت او ارشاد د نصاب تدریسي بهیر په منظم ډول روان دی.
دغه نصاب د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ښوونیز چاپېریال د اصلاح، او د زدهکوونکو، ښوونکو او اداري کارکوونکو د فکري او اخلاقي روزنې په موخه تدریسېږي٠ د تدریس بهیر په دوامداره توګه تر څارنې لاندې دی او د کیفیت د لوړولو لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورکول کېږي.
د دعوت او ارشاد ریاست د روانو فعالیتونو موخه په ښوونیز نظام کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، د اداري او تعلیمي چارو ښه تنظیم او د سالم، منظم او اغېزمن ښوونیز چاپېریال رامنځته کول دي. یاد ریاست ژمن دی چې د خپلو دیني، تربیوي او څارنيزو مسوولیتونو لا ښه ترسره کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
