د هلمند مرکزي د نجونو له لیسې څخه ۲۵۸ زده کوونکي فارغ شول

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۱:۲۳
د هلمند مرکزي د نجونو له لیسې څخه ۲۵۸ زده کوونکي فارغ شول

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند د مرکزي د نجونو لیسې څخه ۲۵۸ زده کوونکي تر دولس کلنو زده کړو وروسته فارغ او د فراغت سندونه ورکول شول.

په جوړه شوي غونډه کي د هلمند پوهنې رئیس تر څنګ د بُست پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د مرکزي د نجونو د لیسې مدیرې، ښوونکو او زده کوونکو برخه درلودله.

د غونډي پر مهال د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري فارغ شویو زده کوونکو ته د دولس کلني بریالۍ دورې فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چي پر همدې زده کړو باندي بسنه ونه کړي د خپلي خوښي سره سم لوړي زده کړي.

صفاري د ټولو کورنیو څخه غوښتنه وکړه چي د خپلو اولادونو د فراغت په مراسیمو کي د هغوی لا تشویق په موخه برخه واخلي او همدا راز دي د خپلو اولادونو پوښتنه په ښوونځۍ کې وخت پر وخت ترسره کړي تر څو د زده کوونکو پر زده کړو مثبت تاثر واچوي.

د یادوني وړ ده چي د هلمند پوهنې ریاست او بُست پوهنتون د هوکړه لیک سره سم د ښوونځیو فراغت غونډو مالي برخه او فارغ زده کوونکو ته ډالۍ د بُست پوهنتون په مالي مرسته ورکول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS