د هلمند ولایت یو شمېر ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" په اړه ښوونیز سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۰
84584

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۷۶ بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" په نوم درې ورځنی تعلیمي سیمینار د یوې همکارې ادارې په ملاتړ جوړ شو.
یاد سیمینار د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د تدریسي کیفیت ښه کولو او زده‌کړې عصري مېتودونو د لا زیاتولو په موخه پیل او د ښوونکو مسلکي پراختیا څانګې غړو لخوا وړاندې شو.
د هلمند ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري د سیمینار ګډون‌والو ته په خپله وینا کې وویل چې پورته ذکر شوی پروګرام د هغوی د علمي کچې پیاوړتیا لپاره ترسره شوی او ټینګار یې وکړ چې ښوونکي باید په خپل تدریس کې عصري او پرمختللي درسي مېتودونه وکاروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS