د هلمند ولایت یو شمېر ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج" په اړه ښوونیز سیمینار جوړ شو
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۷۶ بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج" په نوم درې ورځنی تعلیمي سیمینار د یوې همکارې ادارې په ملاتړ جوړ شو.
یاد سیمینار د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د تدریسي کیفیت ښه کولو او زدهکړې عصري مېتودونو د لا زیاتولو په موخه پیل او د ښوونکو مسلکي پراختیا څانګې غړو لخوا وړاندې شو.
د هلمند ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري د سیمینار ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې پورته ذکر شوی پروګرام د هغوی د علمي کچې پیاوړتیا لپاره ترسره شوی او ټینګار یې وکړ چې ښوونکي باید په خپل تدریس کې عصري او پرمختللي درسي مېتودونه وکاروي.
