د هیواد د مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو د فعالیتونو په اړه یو څو خبرونه
کابل:
د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ د پوهنې آمریت د تعلیمي څارنې ټیم د نسوان قچي، دوغ آباد او سیدآباد د نجونو د لومړنیو ښوونځیو د درسي پلانونو او د ښوونکو حاضري او د نورو اداري او درسي کتابونو څارنه وکړه.
په ورته وخت کې د ډاکټر محمد انور نبیار په نوم خیرخوا شخصیت د دغه ولایت د استالف ولسوالۍ د بي بي عاطف د نجونو لېسې ۱۸۵ میزونه او چوکۍ په خپلو شخصي پیسو مرسته وکړه.
پنجشیر:
دپنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام عصان حماس د دغه ولايت د څارونکو له مسلکي غړو سره يوځاى د دغه ولايت د نابه او بازارک ولسواليو په سنګينه کې د بي بي مريم او د نجونو د ښوونځيو له ټولو اداري او تدريسي چارو څخه کتنه وکړه . د زده کوونکو هڅونه او د پوهنې د چارو د لا ښه والي په موخه مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
کابل:
د کابل ولایت د ساینس مرکز مسلکي غړي د ساینسي مضامینو د تدریس په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د چهاراسیاب ولسوالۍ ته ولاړل او د دې ولسوالۍ د سیدان عالي لېسې د ساینسي مضامینو ښوونکو ته یې ښوونیز سیمنار جوړ کړ او د لابراتوار عملي درسونه یې ورکړل.
دغه راز له همدې ولايت څخه په يو بل خبر کې راغلي چې د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ مسوولينو د PIN د سروې له بورډ سره وکتل او له هغوى يې وغوښتل چې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو کليو کې د ٦٠ سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو په جوړولو سره د دې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره مرسته وکړي.
لوګر:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د څارنې او ارزونې رئیس مفتي عبدالولي صمد د لوګر ولایت د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره وکتل او د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته یې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته وسپارله. ترڅو په دغه ولایت کې د خصوصي مدرسو ستونزې ورباندې حل کړي
د يادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د يوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د هېواد خصوصي ښوونځي په نغدي مرستو ستایي.
کندز:
دکندز ولايت د ښوونې او روزنې آمر قاري رحيم ګل احمدي په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې د کيفيت د ښه والي په اړوند د دغه ولايت د ښاري سيمو د ښوونځيو له مديرانو سره وکتل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې له زده کوونکو سره د ښوونې او روزنې، د سندونو او شهادتنامو په جوړولو کې دې جدي مرستې وکړي.
