د هېواد د شېعه علماوو یوه پلاوي له پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۱
123

 په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ويې وويل، هغه ملتونه چې د ملي یووالي روحیه لري د هغو په پرتله چې دا نعمت نه لري، آرام او باعزته ژوند لري.
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه؛ د ياد وزارت رهبري ژمنه ده، چې د هېواد بچیانو لپاره د پیاوړي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو سره راتلونکی نسل  د پوهنې له نعمت څخه برخمن او په دې لاره کې به له هېڅ راز هڅې څخه درېغ ونه کړي.
ورپسې دشېعه علماوو د شورا مرستيال استاد اکبري په خپلو سیمو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې یو لړ وړاندیزونه او ستونزې د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د پوهنې وزارت د پلانونو، پروګرامونو او د ښوونې او روزنې د بهیر د پراختیا په برخه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړ. 
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په جوزجان ولایت کې د یوې لېسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

په هغو مراسمو کې چې د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، علماوو،استادانو او زده کوونکو هم حضور درلود، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري د جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار په بي بي حوا عالي لېسه کې یو جومات پرانیستل شو

 د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اړوند د بي بي حوا عالي لېسې آمر، ښوونکو او زده کوونکو په خپل شخصي لګښت، د يادې لېسې لپاره يو جومات، د اوداسه خونه، کتابتون او روغتيايي مرکز جوړ او د یاد ښار. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د ښوونیزې سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د اغېزمنې کړنلارې له مخې، د هېواد په رسمي ښوونځيو کې د شاملولو په موخه،د .ا.ا.م/جاهدینو او د راستنیدونکو مهاجرینو څخه د لسم او يوولسمو. . .

BACK TO NEWS