د ولایتونو د مالي څانګو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۲۳
fghjkl

پوهنې وزارت له لوري د ولایتونو د پوهنې ریاستونو مالي څانګو کارکوونکو لپاره، د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې یو ښوونیز سیمینار جوړ شو.

ياد سيمينار د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، يو شمېر مرکزي رئيسانو او د ولايتونو د پوهنې رياستونو مالي څانګو د مسئولینو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شو.

په پيل کې د پوهنې وزارت سرپرست د آجنډا له مخې د موضوع په اړه خبرې وکړې او د سیمینار له ګډون والو یې وغوښتل، چې د بیت المال په ساتنه، د مالي لګښتونو او نورو اداري او تخنیکي وسایلو په کارولو کې جدي پاملرنه وکړي، تر څو هېواد او ټولنې ته په صادقانه توګه د خدمت جوګه شئ.

ورپسې د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري برخې کارپوهانو د معاشونو د ورکړې په سیسټم کې د رامنځته شویو بدلونونو او اصلاحاتو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او دغه بدلونونه یې په اساسي ډول د سلایډونو په ښودلو سره تشرېح کړل.

د غونډې ګډون والو هم د دغه ډول ښوونیزو پروګرامونو هرکلی وکړ او هغه یې د مسلکي پوهې په لوړولو کې خورا اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

نیمروز، کندوز، سرپل:
د نیمروز کندوز او سرپل ولایتونو پوهنې ریاستونو کې د اداري او تدریسي بستونو ډکولو لپاره له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

ننګرهار:
په بهر کې مېشت یو تن د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۱۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۸ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د یاد ریاست مسئولینو، یو شمېر علماوو او د خلکو استازو پکې ګډون درلود، په دغه ولایت کې د ۸ بابه ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

دهرات ولايت پوهنې رئيس د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

د هرات ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي رحمت الله جابر د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د لیدنې پر مهال، د یاد ولایت د پوهنې ریاست د پرمختګونو او. . .

BACK TO NEWS