د ولایتونو د مالي څانګو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

media-moe
Wed, Jun 05 2024 2:23 PM
fghjkl

پوهنې وزارت له لوري د ولایتونو د پوهنې ریاستونو مالي څانګو کارکوونکو لپاره، د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې یو ښوونیز سیمینار جوړ شو.

ياد سيمينار د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، يو شمېر مرکزي رئيسانو او د ولايتونو د پوهنې رياستونو مالي څانګو د مسئولینو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شو.

په پيل کې د پوهنې وزارت سرپرست د آجنډا له مخې د موضوع په اړه خبرې وکړې او د سیمینار له ګډون والو یې وغوښتل، چې د بیت المال په ساتنه، د مالي لګښتونو او نورو اداري او تخنیکي وسایلو په کارولو کې جدي پاملرنه وکړي، تر څو هېواد او ټولنې ته په صادقانه توګه د خدمت جوګه شئ.

ورپسې د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري برخې کارپوهانو د معاشونو د ورکړې په سیسټم کې د رامنځته شویو بدلونونو او اصلاحاتو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او دغه بدلونونه یې په اساسي ډول د سلایډونو په ښودلو سره تشرېح کړل.

د غونډې ګډون والو هم د دغه ډول ښوونیزو پروګرامونو هرکلی وکړ او هغه یې د مسلکي پوهې په لوړولو کې خورا اغېزمن وبلل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS