د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډو خبرونو ته کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۹
545

پکتیکا
د یو تن علم‌پاله شخصیت محترم حاجي مدو لخوا د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې د نوي تأسیس شوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ۳ جرېبه ځمکه وقف شوې ده.

هرات
د خیریه بنسټونو له خوا د هرات ولایت له پوهنې ریاست سره د ۱۵۰۰ زینتي نیالګیو مرسته شوې ده، چې ټاکل شوې دغه نیالګي د مرکز او ولسوالیو د تعلیمي بنسټونو د زرغون‌والي او ښکلا په موخه ووېشل شي.

دایکنډي
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري، د یاد ولایت د معتادینو روغتون ۴۰ تنو ناروغانو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ او فعال شول.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند د خدیجة‌الکبرا لېسې لپاره د ۹۱ زره ۸۱۰ افغانیو په لګښت یو لوی سیوری (سایه‌بان) جوړ شوی دی.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه سایه‌بان مالي لګښت د یادې ولسوالۍ د معارف‌پالو خلکو له خوا ورکړل شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS