د پوهنې آمرینو، ښوونیز نظارت غړو او د ښوونځيو مدیرانو په کچه د دندو بدلون په طرحې کار پیل شو
پوهنې وزارت- کابل: د ښوونیزو خدمتونو ښه والي او د فساد په وړاندي مبارزي په موخه د پوهنې آمرینو، ښوونیز نظارت او د ښوونځیو مدیرانو په کچي د دندو بدلون په طرحي کار پیل شو.
د دي طرحې څیړنې په موخه لمړي غونډه نن د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې تر سره شوه.د پوهنې وزارت مشرتابه تخصصي ټيم د ښوونځیو اوسني حالت و ارزاوه، او د یادي طرحې د تطبیق او اجرایوي پروسي په موخه يې خبري وکړي.
په دنده کي د حساب ورکوني او روڼتیا نشتوالي، د مدیریت په بیلابیلو کچو کې د کمزورتیا شتون په ځانګړي ډول د ښوونځيو په مدیریتي سیستم کې،د روزنې کیفیت ټیټوالي، د کلونو په اوږدو کي د مدیریت په کچي د دندو تغیر او بدلون نشتوالی د یادي طرحي د کار د مهمو ټکو څخه شمیرل کیږي.
