د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو تر مینځ ګډه ناسته تر سره شوه
پوهنې وزارت، کابل: د څوارلسم پاسه ښوونکو د تحصيلي کچې د لوړولو په موخه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمينځ د همغږۍ ګډه ناسته جوړه شوه.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطاالله واحدیار، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د دواړو وزارتونو مشرانو او اړوند سلاکارانو، د سویډن کمېټې مشر او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستیالانو ګډون درلود.
په دې ناسته کې نویو ښوونکو ته د اړتیا ، د څوارلسم پاسه ښوونکو د تحصيلي کچې لوړولو، د سویډن کمېټې لخوا د ښوونکو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) مخته وړلو، د (GIZ) ادارې لخوا د اساسي او ثانوي (BEPA) ښوونیزو پروګرامونو مخته وړلو او په لومړنۍ دوره کې د تدریس کیفیت ته د پاملرنې په اړه بحث وشو او د یادې طرحې د پلي کېدو پروسې پر ګړندۍ کولو ټینګار وشو.
د ناستې په پای کې ګډه تخنیکې کمېټه جوړه شوه، څو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) د پرمختګ لپاره د نافذ شویو قوانینو او مقراراتو په پام کې نیولو سره وړ حل لارې ومومي او په راتلونکې ناسته کې یې وړاندې کړي.
په یاده ناسته کې ټینګار وشو چې د دې کمېټې او د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې لوړولو ناستې چې دمخه جوړې شوې دي باید په هرو پنځلس ورځو کې جوړې شي تر څو د یاد شو پروګرامونو د لا ښه پلي کولو لپاره وړ او منطقي حل لارې نهایي او پلې شي.
