د پوهنې محترم وزیر صاحب د اروپا د مسلمانانو ټولنې له مرستیالې میرمن ایوان ریډلي(مریم) او د الخیر فاونډیشن له مشر امام قاسم رشید سره وکتل
د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله«منیر» صاحب د اروپا دمسلمانانو د ټولنې له مرستیالې میرمن ایوان ریډلي(مریم) او د انګلستان هیواد د الخیر فاونډیشن له رئیس ښاغلي امام قاسم رشید احمد سره وکتل .
د ملاقات په پیل کې د پوهنې محترم وزیر صاحب لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی څخه یې مننه وکړه، چې افغانستان ته یې تشریف راوړی دی، ترڅو د افغانانو له حال احوال څخه خبر شي، له هغوی سره مرسته وکړي او د هغوی پیغام نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
وروسته میرمن ایوان ریډلي(مریم) د خپلو خبرو په ترڅ کې افغانستان ته په خپل راتګ خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې لومړی ځل په (۲۰۰۱م) کال کې افغانستان ته د نوموړې راتګ، دلته اسیر کېدل او له ازادیدلو وروسته د اسلام په هکله ددې ژوره مطالعه ددې سبب شوه، چې نوموړې د اسلام په مقدس دین مشرفه شي، نوځکه دا ځان د افغانستان د خلکو د احسان پوروړې بولي او غواړي چې افغان ولس ته په خدمت کولو سره دغه پور اداء کړي. وروسته نوموړې په اسلام کې د میرمنو په حقوقو او په ټولنه کې د میرمنو د تعلیم او کار په اهمیت خبرې وکړي.
د پوهنې محترم وزیر صاحب د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې وویل، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د میرمنو ټولو حقوقو ته متعهد دی او په دې برخه کې باید د غربي مطبوعاتو بې بنسټه تبلیغاتو ته پاملرنه ونه شي.
د یادونې وړ ده، چې میرمن ایوان ریډلي(مریم) په ۱۹۵۸ م کال د اپریل د میاشتې په ۲۳ نېټه په انګلستان هیواد کې زېږیدلې ده، له پریس تلویزون، ساندی ټایمز،اینډیپنډینټ، ډیلي میرور، نیوز اف د ورلډ او ځينو نورو تلویزونونو او ورځپاڼو سره یې د ژورنالیستې په توګه دنده ترسره کړیده. نوموړې په ۲۰۰۱م/۱۳۸۰هـ ش کال افغانستان ته راغله، وروسته د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري اسیره او بیا بیرته له اسارت څخه ازاده شوه، تر ازادیدلو وروسته یې د اسلامي امارت د مجاهدینو او افغانانو د ښه چلند له امله په اسلام کې ژوره مطالعه پیل کړه او بیا د اسلام په مقدس دین مشرفه شوه او ځانته یې د (مریم) نوم غوره کړ. نوموړې اوس مهال د اروپا د مسلمانانو د ټولنې د مرستیالې او د اسلام چینل او الجزیره ویب پاڼې د همکارې په توګه کارکوي او د اسلامي دعوت او ژورنالیزم په ډګر کې یې نه هیریدونکي خدمتونه سرته رسولي دي.
تر میرمن ایوان ریډلي(مریم) وروسته د الخیر فاونډیشن رئیس امام قاسم رشید هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د یاد فاونډیشن فعالیتونو ته لنډه اشاره وکړه او ویې ویل:الخیر فاونډیشن تر دې مهال پورې په پاکستان هیواد کې (۷۰۰)مسجدونه جوړ کړیدي، په جنوبي افریقا کې یې یو لوی ښوونځي تاسیس کړیدی، چې( ۳۰۰۰)تنه زده کوونکي پکې زده کړې کوي. په پاکستان کې یې له(۲۵۰۰۰)څخه تر (۳۰۰۰۰) پوري د څښاک د اوبو بمبې جوړې کړیدي،(۳۰۰۰) د او بوڅاه ګانې یې کېندلي دي، د بیوزلو خلکو لپاره یې (۲۵۰۰) کورونه جوړ کړیدي او اوس غواړي چې په افغانستان کې هم ښوونځي او مسجدونه جوړ کړي.
د ملاقات په پای کې دپوهنې محترم وزیر صاحب د میرمن ایوان ریډلي(مریم) او امام قاسم رشید دعوتي او خیریه فعالیتونه وستایل او هغوی ته یې د الله تعالی له دربار څخه د لا زیات توفیق غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې امام قاسم رشید اصلا د هندوستان هیواد اوسیدونکی دی، چې اوس مهال په انګلستان کې اوسیږي او د اسلامي دعوت، ښوونې او روزنې په برخه کې یې زیات خدمتونه سرته رسولي دي.
