د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د کندز ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او ورسره مل هیئت د کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له تعلیمي بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
نوموړي په یاد سفر کې لومړی د کندز ولایت د پوهنې ریاست ته تشریف یووړ، هلته یې په یوه ستره غونډه کې چې د نوموړي د هرکلي په موخه جوړه شوې وه ګډون وکړ. په یاده غونډه کې د کندز ولایت د پوهنې رئیس، آمرینو، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د جهادي مدرسې شیوخو او استادانو، د دیني مدارسو استادانو او نورو علماءکرامو ګډون کړی وو.
په غونډه کې لومړی د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد اسمعیل ابو احمد وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې د معین صاحب په مشرۍ راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د کندز ولایت د پوهنې ریاست د یاد ولایت د تعلیمي بهیر د کیفیت ښه والي، دښوونکو د وړتیاوو د لوړولو او د علماوو د تعلیمي اسنادو او علمي سویې د ارزیابي پروسو ته پوره پاملرنه لري او د پوهنې وزارت سره په هم غږي کې په یادو برخو کې پوره پرمختګونه شویدي.
ورپسې د اسلامي تعلیماتو معین وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د کندز ولایت د پوهنې ریاست د مسئولینو، علماوو او خلکو له درانه استقبال څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د رسمي او خصوصي مدارسو، دارالعلومونو او دارالحفاظونو معیاري کولو او پیاوړي کولو ته پوره پاملرنه لري او په دې برخه کې عملا په لږه موده کې ډېر کارونه ترسره شویدي. د نوموړي په وینا، د دیني زده کړو د مراکزو لپاره د یو متحد او معیاري نصاب په جوړولو کار پیل شویدی. نوموړي زیاته کړه، چې د دیني مراکزو مسئولین او استادان باید د تعلیم د کیفیت د ښه کولو او د زده کوونکو د فکري تنویر، اخلاقي روزنې او علمي او ټولنیزو صلاحیتونو د لوړولو په برخه کې پوره هڅه او هاند وکړي.
