د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د کندز ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
Mon, Oct 24 2022 11:36 AM
11123

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او ورسره مل هیئت د کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له تعلیمي بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
نوموړي په یاد سفر کې لومړی د کندز ولایت د پوهنې ریاست ته تشریف یووړ، هلته یې په یوه ستره غونډه کې چې د نوموړي د هرکلي په موخه جوړه شوې وه ګډون وکړ. په یاده غونډه کې د کندز ولایت د پوهنې رئیس، آمرینو، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د جهادي مدرسې شیوخو او استادانو، د دیني مدارسو استادانو او نورو علماءکرامو ګډون کړی وو.
په غونډه کې لومړی د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد اسمعیل ابو احمد وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې د معین صاحب په مشرۍ راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د کندز ولایت د پوهنې ریاست د یاد ولایت د تعلیمي بهیر د کیفیت ښه والي، دښوونکو د وړتیاوو د لوړولو او د علماوو د تعلیمي اسنادو او علمي سویې د ارزیابي پروسو ته پوره پاملرنه لري او د پوهنې وزارت سره په هم غږي کې په یادو برخو کې پوره پرمختګونه شویدي.
ورپسې د اسلامي تعلیماتو معین وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د کندز ولایت د پوهنې ریاست د مسئولینو، علماوو او خلکو له درانه استقبال څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د رسمي او خصوصي مدارسو، دارالعلومونو او دارالحفاظونو معیاري  کولو او پیاوړي کولو ته پوره پاملرنه لري او په دې برخه کې عملا په لږه موده کې ډېر کارونه ترسره شویدي. د نوموړي په وینا، د دیني زده کړو د مراکزو لپاره د یو متحد او معیاري نصاب په جوړولو کار پیل شویدی. نوموړي زیاته کړه، چې د دیني مراکزو مسئولین او استادان باید د تعلیم د کیفیت د ښه کولو او د زده کوونکو د فکري تنویر، اخلاقي روزنې او علمي او ټولنیزو صلاحیتونو د لوړولو په برخه کې پوره هڅه او هاند وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS