د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بغلان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۴:۴۱
321

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي او ورسره مل پلاوی، د یو لړ رسمي چارو د ترسره کولو او د پوهنې ریاست له مسئولینو سره د لیدنې په موخه بغلان ولایت ته ولاړ.

نوموړي د یاد سفر پر مهال، د بغلان ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي او د یاد ریاست له یو شمېر نورو مهمو مسئولینو سره په کتنه کې، د دغه ولایت د ښوونیزو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بغلان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تازه ګمارل شوو کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړول او د تازه ګمارل شویو کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړلو لپاره د درې ورځني ورکشاپ تنظیمول وبلل.

له بلې خوا د ياد ولايت د پوهنې رئيس ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د آجنډا په پلي کولو کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

په نیمروز کې د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او کنگ ولسوالۍ د ښوونځیو شوراګانو ۴۱ غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه٠
په ياده برنامه کې د ښوونیزو شوراګانو غړو د دندو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل ښار کې له ۳۵۰ راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له ۳۵۰ راستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې دغه ماشومان د خپلو. . .

BACK TO NEWS