د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
ظطزطز

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي رياستونو اړوندو کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.
د مراسمو په پیل کې د پوهنې وزارت د علمي شورا محترم رٸيس د مېلمنو هرکلی وکړ او په ادارو کې یې د چارو لاپرمختګ لپاره د ټیکنالوژۍ په اړه وویل: د علمي شورا، مالي او اداري او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو په هلوځلو، په پوهنې وزارت کې د تقنيني سندونو او لارښودونو برېښنايي ثبت سيسټم جوړ شو، چې موږ یې نن د يو ورځني روزنيز سيمينار شاهدان یو.
دغه راز نوموړي د تخنیکي فعالیت له نظره د یاد سیسټم د محوریت په اړه خبرې ترسره او عمومي معلومات یې وړاندې کړل.
همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست کارپوهانو، د پورته ذکر شوي سیسټم د تخنیکي برخې په تړاو ځانګړي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل، چې د ګډون‌والو د پاملرنې او علاقې وړ وګرځېدل.
ياد روزنيز سيمينار د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS