د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۰۳ لمریز کال لړم میاشتې ولایتي سفرونو راپور

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۶
\df

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مولوي جمعه خان"سروري" او ورسره مل پلاوي د لړم میاشتې له لومړۍ تر ۲۶ مې نېټې د هېواد ۹ شمالي( بغلان، کندز، تخار، بدخشان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنگان ) ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل. پلاوي د خپلونو سفرونو اساسي موخه، د تعلیمي ادارو لپاره د مبلغینو پېژندنه، د چارو څارنه، د اداري دندو کتنه، د دعوت ارشاد د نصاب تدریس او د یو شمېر ستونزو حل وباله. د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د همدغو ولایتونو د پوهنې مرکزي ریاستونو او ساحوي آمریتونو له مسئولینو او منسوبینو سره په هر ولایت کې درې غونډې وکړې او له یوشمېر رسمي او خصوصي ښونځيو ځخه یې د لیدنې په ترڅ کې، د ښوونکو او زده کوونکو پوهنیز وضعیت وارزاوه. دغه راز نوموړي دولایتونو د پوهنې رئیسانو مخلصانه هڅې هم وستایلې او د مسئولینو په مرسته یې په دغو نهو ولایتونو کې مبلغین وګمارل، چې په ټوله کې یې تعداد ( ۲۴۵۵ ) تنو ته رسېږي. همدارنګه د دعوت او ارشاد رئیس څرګنده کړه، چې یاد مبلغین د خپلې رسمي دندې ترڅنگ د دعوت مقدسه پروسه هم پر مخ وړي. په دغه سفر کې نوموړي د پوهنې کارکونکو ته وویل، چې خپلې ورځنۍ چارې د الله جل جلاله د رضا حاصلولو په خاطر په پوره صداقت او اېماندارۍ ترسره، په اداراتو کې د خپلولۍ پاللو پر ځای د وړتیا او استعدادونو په اساس گمارنه، ادارو کې د مراجعینو سره ښه او نېک سلوک، حق حقدار ته په سپارلو، خپل صورت او سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو برابر او خپل ټول اعمال د شریعت په چوکاټ کې تنظیم او پلي کړي. د یادو سفرونو لړۍ د لړم میاشتې په ۲۶ مه نېټه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS