د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لوګر ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۴
طیلذب

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د لوګر ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د پروګرامونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو جلا-جلا غونډې وکړې.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د یاد ریاست د پلانونو تشریح کولو پرمهال، په همدغه ولایت کې د خپلې اړونده ادارې د لارښوونو له پلي کېدو څخه رضایت څرګند او د چارواکو هڅې یې په دې برخه کې خورا اغېزمنې وبللې.
همدارنګه نوموړي له چارواکو، ښوونکو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په مبارکو سنتو مزین کړئ.
هغه د ښوونکي او د پوهنې کارکوونکو دنده یو الهي امانت وباله او روښانه یې کړه چې ښوونکي نه یوازې د ماشومانو او ځوانانو د زده‌کړې مسئولیت لري، بلکې د هغوی د فکري، اخلاقي او مذهبي روزنې دنده هم پر غاړه لري.
په همدې دوام، د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو، پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل چې، د ټولنې د اصلاح او معنوي هوساینې لپاره د دیني چارو پلي کول ډېر اړین دي.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست محترم استازي مولوي بسم الله حسان د دولتي او خصوصي ښوونځيو له ټولو مسئولينو وغوښتل چې خپل مسؤليتونه په ښه توګه ادا کړي او د دعوت ارشاد رياست لارښوونې په خپلو کاري ساحو کې عملي کړي، تر څو په ټولنه کې د ناوړه کړنو او ناسمو دودونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS