د پوهنې وزارت د زده کړې په برخه کې دمثبتو رقابتونو څخه ملاتړ کوي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۷:۵۳
پوهنې

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې سرپرستې وزيرې آغلې رنګينې حميدي د خصوصي ښوونځيو د رياست څخه ليدنه وکړه او د دې رياست خدمتونه يې له نږدې وڅارل.
د پوهنې سرپرستې وزيرې د هېواد بچيانو ته د زده کړې په برخه کې د خصوصي ښوونځيو خدمتونه د ارزښت وړ وبلل او د خصوصي ښوونځيو ښاغلي رييس او کارکوونکو ته يې لاښوونه وکړه ترڅو خپلو اداري کارونو او خصوصي ښوونځيو ته د جواز د توزيع کولو په برخه کې آسانتياوې برابرې کړي او په بشپړه او دوامداره توګه د هغو څخه څارنه وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې وزيرې د زده کړې د خدمتونو په برخه او د وزارت لخوا په ټاکل شويو معيارونو تاکيد وکړ او وې ويل چې د تعليم اوتربيې په برخه کې مثبت رقابت د زده کړې د نظام ښه والي ته اړين دی او بايد ملا تړ يې وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۲:۱۵
Background image

په خوست کې د ستورپوهنې ښوونیزو سیالیو نتایج اعلان شول

د پوهنې وزارت_خوست: د "افغان ستورپوهنې علمي ټولنې" په تېرو پنځلس ورځو کې د خوست ولایت په مختلفو ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ د ستورپوهنې په برخه کې د مقالو لیکلو سیالۍ ترسره کړې، چې د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د کنړ د پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_کنړ: په کنړ ولایت کې د (Save The Children) نړیوالي ادارې په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۳۳ کورسونو لپاره درسي مواد او نورو اړینو توکو مرسته وکړه .

په هغه غونډه کې چي د همدې له امله. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۵:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت سرپرستې د زرغونه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینه حمیدي نن سهار د زرغونه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت سرپرستي د دې ښوونځي زده کونکو باندې غږ وکړ چې د ستونزو پروړاندې ودریږي. . .

BACK TO NEWS