د پوهنې وزارت د زده کړې په برخه کې دمثبتو رقابتونو څخه ملاتړ کوي

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې سرپرستې وزيرې آغلې رنګينې حميدي د خصوصي ښوونځيو د رياست څخه ليدنه وکړه او د دې رياست خدمتونه يې له نږدې وڅارل.
د پوهنې سرپرستې وزيرې د هېواد بچيانو ته د زده کړې په برخه کې د خصوصي ښوونځيو خدمتونه د ارزښت وړ وبلل او د خصوصي ښوونځيو ښاغلي رييس او کارکوونکو ته يې لاښوونه وکړه ترڅو خپلو اداري کارونو او خصوصي ښوونځيو ته د جواز د توزيع کولو په برخه کې آسانتياوې برابرې کړي او په بشپړه او دوامداره توګه د هغو څخه څارنه وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې وزيرې د زده کړې د خدمتونو په برخه او د وزارت لخوا په ټاکل شويو معيارونو تاکيد وکړ او وې ويل چې د تعليم اوتربيې په برخه کې مثبت رقابت د زده کړې د نظام ښه والي ته اړين دی او بايد ملا تړ يې وشي.