د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس فاریاب ولایت ته لاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۴
6541

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د یو رسمي کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته ورسېد.
نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته، د ساینس عمومي مدیریت له علمي غړو او د ښوونکو مسلکي پراختیا مرکزي هستې له کارکوونکو سره ناسته وکړه.
د نصاب او مسلکي پراختیا محترم لوی رئیس په خپلو خبرو کې مسئولین د ښوونې او روزنې د چارو ښه والي، د تعلیمي او تربیوي بهیر د ودې، د تدریسي کیفیت لوړوالي او په ښوونځیو کې د تعلیمي وضعیت ښه کېدو په اړه خپلو دندو او مسئولیتونو ته متوجې کړل او ویې ویل چې د خپل سفر موخه یې په فاریاب ولایت کې د تقویتي ټولګیو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او ارزونه ده.
همدارنګه نوموړي د میمنې ښار په افغان‌کوټ لېسه کې له دوو تقویتي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د شیرین تګاب ولسوالۍ د تقویتي ټولګیو او د شمس‌الدین شهید لېسې څخه یې هم لیدنه وکړه.
پلاوي تدریسي بهیر او د زده‌کوونکو تعلیمي سویه د قناعت وړ وبلله او وروسته یې د اندخوی ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه او څارنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS