د پوهنې وزارت د کارمندانو د کار د پیل په اړه د پوهنې په وزارت کې غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۹:۵۹
جلسه رهبری وزارت معارف در مورد آغاز کار این وزارت تدویر یافت

د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث نورالله (منیر) په مشرۍ په داسې حال کې چې د وزارت اړوند ریاستونو مسئولین او د ا.ا.ا د ښوونې او روزنې د کمیسیون غړو هم په کې ګډون کړی وو جوړه شوه.

غونډه د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د پوهنې سرپرست وزیر خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د هیواد د بچیانو روزنه باید په اسلامي او وطنپالنې په روحیه سره وشي او له رئیسانو او مسئولینو یې وغوښتل چې په دې اړه جدي قدم واخلي.

ورپسې محترم مولوي کرامت الله آخندزاده د کار د پیل په اړه د وزارت د پریکړې په اړه وضاحت وکړ، چې دوشنبې له ورځې چې د روان کال د ١٤٠٠ د سنبلې دمیاشتې د (۲۹) مې چې د صفرالمظفر ١٤٤٣ د ۱۳ مې هجری قمري سره سمون لري د پوهنې وزارت ټول نارینه کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر شي همدا راز په ځینو اړوند نورو مسائلو هم بحث وشو.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS