د پوهنې وزارت سرپرستې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ له چارواکو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۹:۱۱
د پوهنې وزارت سرپرستې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ له چارواکو سره وکتل

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینه حمیدي، د ترکیې د ځوانانو چارو وزارت سلاکار آغلې سلیم جراح، د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ مرستیال ښاغلي جاهد دیمیرجي او په افغانستان کې د ترکیې د ښوونې د بنسټ رییس ښاغلي شاکر وایوت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه غونډه کې، دواړو لوریو د ښوونځیو پراختیا، ظرفیت لوړولو او د تعلیمي ادارو پیاوړتیا په څرنګوالي بحث وکړ.

د ترکیې د ځوانانو چارو وزارت سلاکار او د ښوونې او روزنې بنسټ معاون، سلیم جراح د دې وزارت له مشرتابه څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: که څه هم د کوید ١٩ ویروس د دوی د بنسټ پر فعالیتونو منفي اغیز کړی او د دوی ځینې برنامې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي خو د دغه ننګونو په ختمیدو سره به د تیر په شان د خپلو نویو برنامو او د دې وزارت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره به د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت تر څنګ ولاړ وي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینه حمیدي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ترکیې د دوستانه همکارۍ له امله مننه وکړه او د افغان زده کونکو په ځانګړي ډول د نجونو لپاره يې د تحصیلي بورسونو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS