د پوهنې وزارت سرپرست د بلخ ولایت له علماوو سره مشورتي ناسته وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۵۲
بیل

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له علماوو سره د ښوونځیو او دیني مدارسو د وضعیت د لاښه والي او شته ستونزو د حل په موخه تفصیلي خبرې وکړې. 
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي سربېره، د بلخ پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل، د یاد ولایت علماوو شورا رئیس شیخ محمد سعید هاشمي، استادانو او زده کوونکو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د بلخ پوهنې رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ورتګ ته ښه راغلاست ووایه  او د پوهنې په ځانګړي ډول د اسلامي علومو د پرمختګ په اړه یې خپل معلومات مشرتابه ته وړاندې کړل.
د پوهنې رئیس څرګنده کړه: تېر کال په ټولیز ډول ۱۶۱۷ تنو نوماندانو د ښوونکو بستونو ته د ګمارنې په موخه آزموینه ورکړې او په پایله کې یې وړ کسان په دندو وګمارل شول.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست له علماوو سره په کتنه کې خوښي څرګنده کړه او په تېرو شلو کلونو کې یې د علماوو سرښندنو ته په اشارې سره زياته کړه:( مدارس او ديني پوهه د ټولنې لپاره د ښېرازۍ او آبادۍ بنسټ دی، د علماوو په هلو ځلو په هېواد کې اسلامي نظام برلاسی شو اوس مهال افغانستان یوازینی هېواد دی چې خلک پکې د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې ژوند کوي. موږ ښه علماء لرو، چې یو الهي نعمت دی.)
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست په مدارسو او ښوونځیو کې د زده کړو پر کیفیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ورپسې د بلخ ولايت د اسلامي زده کړو بنسټونو په استازيتوب شيخ عبدالقاهر خبرې وکړې او په یاده برخه کې یې د.ا.ا. د مشرتابه په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له لوري د هېواد مدارسو ته د سل زره بستونو له ورکړې مننه وکړه.                                                                             نوموړی د پوهنې وزارت له پلانونو او پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په پای کې علماوو او د مدارسو مسئولینو یو لړ رغنده وړاندیزونه او خپلې ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د پوهنې وزارت سرپرست له لوري یې د حل ژمنه وشوه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS