د پوهنې وزارت سرپرست د لوګر ولایت تعلیمي وضعیت او د ط.الب العلمانو آزموینې بهیر وڅاره

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۱
ss

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا نن د یو لړ پوهنیزو چارو ترسره کولو لپاره لوګر ولایت ته ولاړ او هلته یې د پوهنې ریاست رهبرۍ، سیمه ییزو مسئولینو او علماء کرامو سره د کتنو ترڅنګ، د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د آزموینو ارزونې په موخه، د مدارسو د ط.الب العلمانو له آزموینې بهیر څخه هم لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست د یادو آزموینو څخه د کتنې پر مهال، ګډون والو ته د علم او پوهې پر ارزښت ګټورې او ارزښتناکې تفصیلي خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول، تر څو د دنیا او آخرت د بریالیتوبونو ترلاسه کولو او د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري علومو سمبال کړي.

په ورته وخت کې نوموړي د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولینو سره د ځانګړې ناستې پر مهال، د یاد ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت او ننګونو په تړاو خبرې وکړې، د سیمه ییزو مسئولینو نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۸
Background image

سرپل ولایت کې  څه د پاسه ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۶۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې منظور شوې

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني سره په لیدنه کې، په سرپل ولایت کې د هغو ۶۴ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې پروژې منظور کړې، کوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د دیني مدارسو د ۴۷ خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري، په دیني مدارسو کې د ۴۷ خالي بستونو ډکولو لپاره آزموینه، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله «قندیلي» په حضور کې ترسره شوه.
په دې بستونو کې چې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د قرآن کریم د سورة الحزاب پر ژباړې او تفسیر سربېره، هغوی. . .

BACK TO NEWS