د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د پکتیا او پکتیکا ولایتونو له ښوونیز بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۱۲:۱۲
loikjhg

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د هیواد بیلابیلو ولایاتو ته دخپلو سفرونو په ترڅ کې د شنبې په ورځ(۱۴۴۴/۱/۸هـ ق) د پکتیا ولایت ته سفر وکړ، د یاد ولایت له تعلیمي بهیر څخه یې له نږدې لیدنه وکړه، د پوهنې ریاست له مسئولینو او کارمندانو سره یې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه او ستونزې یې واورېدلې او بیا یې په ګردیز ښار کې یو باب دارالایتام  په رسمي ډول پرانیست.
د یکشنبې په ورځ یې د پکتیکا ولایت ته تشریف یووړ،  هلته یې د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو سره ولیدل، د ریاست مسئولینو د تعلیمي کارمندانو لپاره د ظرفیت د لوړولو په موخه د سيمینارونو د دایرولو، د تشکیل او بودیجې د کمښت، د کلیوالي مدارسو د لګښتونو او دې ورته نورو مسایلو په اړه دپوهنې وزارت له محترم وزیر صاحب سره خپل وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې. محترم وزیر صاحب ژمنه وکړه،  چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې به عاجل اقدامات ترسره کوي.
د یادونې  وړ ده، چې په یاد سفر کې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو عمومي رئیس مولوي اول ګل ایوبي او د نظارت او ارزیابی رئیس مولوي صدرالدین سعد هم له وزیر صاحب سره ملتیا کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS