د پوهنې وزارت له خوا یو ټاکلي پلاوي د خصوصي ښوونځیو د اتحادیو د مسئولینو سره ناسته وشوه

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت له لوري د محترم مولوي عبـدالحکیم همـت په مشرۍ یو پلاوی وګمارل شو، چې په ترکیب کې یې مولوی عبدالقـ دوس، مولوي عالم ګل او مولوي شمس الرحمن وو، یاد پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې دخصوصي ښوونځیو د مسئولینو سره دځینو اړینو موضوعاتو په سر بحث وکړي او هم ددې سکتور ستونزې او مشورې د ځان سره په لیکلي بڼه ثبت کړي تر څو دپوهنې وزارت یې په اړه مناسب تصمیم ونیسي.
ټاکلي هیئت د اتحادیو له مسئولینو، په خصوصي سکتور کې دتعليمي معیار د لوړولو، په اسـلامي او افغاني اصولو برابر تعلیمي ماحول رامینځ ته کولو او نورو اړوند امورو په اړه دمثبتو مشورو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې راتلونکی نسل زموږ او ستاسو سره یو ستر امانت دی چې د الله په وړاندې همداراز د هغوی د والدینو او سر پرستانو په وړاندې مسئول یو نو څومره کولای شو چې ددوی د تعلیم او تربیې لپاره ګټورې لارې چارې ولټوو او په دې لار کې باید هیڅ ډول توان و نه سپموو، نوموړي وویل چې د ا.ا.ا به د اسـلامي او افغاني اصولو په رڼا کې د نارینه او ښځینه زده کړو ته د بل هر وخت په پرتله زیاته پاملرنه کوي.
په غونډه کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادیو مسئولینو خپلې ستونزې د یاد پلاوي سره شریکې کړې او د پوهنې د مسئولینو څخه یې د شته ستونزو د حل جدی غوښتنه وکړه چې پلاوي هم ورته د حل په موخه د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.