د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي لخوا د ننګرهار ولايت د پوهنې نوى رئیس معرفي شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۶
پظطپظط

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم مفتي محمد فرید حقاني د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي له لوري د ننګرهار ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین الحاج مولوي الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د مالي او اداري چارو معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون درلود.
په غونډه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین د وینا پر مهال وویل: «تغییر او تبدیل د یوې ادارې اصل دی او د مسوولیتونو سپارل یوه ازموینه ده؛ باید دغه مسوولیتونه په بشپړ اخلاص ترسره کړو.» 
نوموړي د ننګرهار د پوهنې د پخواني رئیس محترم  شیخ محمد شریف حلیمي له ترسره شویو خدمتونو قدرداني وکړه او نوي رئیس ته یې د لا ښه خدمت په موخه د بریا دعا وکړه.
په ورته مهال، د ننګرهار د پوهنې نوي رئیس د علم او پوهې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې له نورو سره د سیالۍ لپاره په دې برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده. نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

په نیمروز کې د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او کنگ ولسوالۍ د ښوونځیو شوراګانو ۴۱ غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه٠
په ياده برنامه کې د ښوونیزو شوراګانو غړو د دندو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل ښار کې له ۳۵۰ راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له ۳۵۰ راستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې دغه ماشومان د خپلو. . .

BACK TO NEWS