د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي لخوا د ننګرهار ولايت د پوهنې نوى رئیس معرفي شو
د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاستالوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم مفتي محمد فرید حقاني د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي له لوري د ننګرهار ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معین الحاج مولوي الحاج مولوي کرامتالله آخندزاده، د مالي او اداري چارو معین محترم الحاج مولوي صبغتالله وصیل او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون درلود.
په غونډه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین د وینا پر مهال وویل: «تغییر او تبدیل د یوې ادارې اصل دی او د مسوولیتونو سپارل یوه ازموینه ده؛ باید دغه مسوولیتونه په بشپړ اخلاص ترسره کړو.»
نوموړي د ننګرهار د پوهنې د پخواني رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي له ترسره شویو خدمتونو قدرداني وکړه او نوي رئیس ته یې د لا ښه خدمت په موخه د بریا دعا وکړه.
په ورته مهال، د ننګرهار د پوهنې نوي رئیس د علم او پوهې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې له نورو سره د سیالۍ لپاره په دې برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده. نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
