د پوهنې وزیر د "WAW" موسسي له رئیسي سره د ګډو همکاریو په اړه خبري وکړي

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د "WAW" ( میرمني د افغان میرمنو لپاره ) موسسي له رئیسي ناجیه نسیم سره لیدنه او خبري اتري وکړي.
دا لیدنه چي پوهنې وزارت کي تر سره شوه دواړو لورو په ۳ دریو برخو (په ښوونځیو کي د ماشومانو حقونو پوهاوي ، په زندانونو کي د میرمنو لپاره د سواد زده کړي او د بندي میرمنو د ماشومانو ښووني او روزني ) پروګرامونو په اړه خبري اتري وکړي.
پوهنې وزیر د دي لیدني په دوام کي په ګډو همکاریو ټینګار وکړ او په زندانونو کي د بندي میرمنو او دهغوي ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کي د WAW"" موسسي له مرستندویه مرکزونو څخه مننه وکړه او هغه يي وستایل.
ناجیه نسیم پوهنې وزارت سره د ډيرو همکاريو په دوام ټینګار وکړ او د یاد وزارت سره يي د ګډو همکاريو تړون د لاسلیکولو غوښتنه وکړه.
د افغان میرمنو لپاره د میرمنو موسسي رئيسي یادونه وکړه چي دا موسسه یوه غیر سیاسي او غیر دولتي موسسه ده چي د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کي د میرمنو او ماشومانو په وړاندي د تاوتریخوالي له مینځه وړلو په برخه کي کار کوي.