د ډاډګیرنې پیغام

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۱:۳
پیام تسلیت

ښه هغه چې د چا نوم په کې ياديږي
په فاني دنيا به نه وي ژوندى تل څوک

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معينيت ارشد مشاور فضل احمد حيدري د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

(انا الله و انا اليه راجعون)

استاد فضل احمد حيدري په کال ۱۳۳۲ د لوګر ولايت په يوې دينداره کورنۍ کې زيږيدلى، د ښوونځي تر پاى ته رسولو وروسته يې  د کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي  د دري ادبياتو څانګه کې د ليسانس دوره بشپړه کړه.

د تحصيلاتو تر پاى ته رسولو وروسته د ښوونځي مدير او بيا وروسته د څلورمې تعليمي حوزې آمر وګمارل شو. 

همدارنګه ښاغلى استاد د پوهنې وزارت د بيلابيلو برخو مشاور او همداراز د ياد معينيت تدريسي مرستيال هم پاتې شو وه،  په اوس وخت کې نوموړى د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معينيت ستر مشاور وه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د نوموړي مرګ د پوهنې ډګر کې يوه ستره ضايعه ګڼي چې کله به هم دا تشه ډکه نه شي،  په دې ستر غم کې د نوموړي کورنۍ سره ځان شريک ګني او مرحوم ته د خداى پاک له درباره فردوس جنت او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS