د ښځو او ماشومانو د حقونو څیړنیز بنسټ د پوهنې وزیر سره په لیدنه کې د جندر ملي کمیټې د ترسره کیدو څخه خبر ورکړ
پوهنې وزارت- کابل: د ښځو او ماشومانو حقونو څيړنیز بنسټ د پوهنې وزیر سره په یوه لیدنه کې، په یاد بنسټ کې د جندر ملي کاري کمیټې د ترسره کیدو څخه خبر ورکړ.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، د ښځو ښوونکو د ډيروالي اړتیا، په ولایتونو کې د ګډو همکاریو، په ښوونیز نصاب کې د جندر مساواتو په اړه او همدارنګه د نجونو زده کړو په اړه د یاد بنسټ د وروستنې څیړنیز راپور د موندنو پلي کولو په موخه د جندر ملي کمیټې د ترسره کیدو په اړه خبرې ترسره شوي.
پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په دې لیدنه کې، په مرکز او ولایتونو کې د ماشومانو ښوونې او روزنې حالت د زیان پیژندلو او سیمه ایزو څيړنو په برخه کې د ښځو او ماشومانو حقونو څيړنیز بنسټ له همکاریو څخه ستاینه وکړه.
پوهنې وزارت د جندر مساواتو د بنسټیزولو او د نجونو زده کړو ته پاملرنه یې د پوهنې وزارت د اساسي لمړیتوبونو څخه وباله او په دې لاره کې یې د یاد وزارت پروګرامونه تشریح کړل.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د ښځو او ماشومانو حقونو غوښتونکې کمیټې او له نورو مدنې بنسټونو څخه وغوښتل چې د ښوونې او روزنې ګټورو طرحو او ګړنو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې او همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د ماشومانو د ښوونې حالت د واقعیتونو وړاندې کولو په موخه د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.
د ښځو او ماشومانو حقونو څیړنیز بنسټ رئیسې زرقا یفتلي د جندر برابروالي او د ښځو مقام لوړوالي لپاره د پوهنې وزارت مشرتابه له هڅو څخه خوښي وښوده او د نجونو ښوونې او روزنې ستونزو په برخه کې د افغانستان میرمنو د حقونو فعالانو د څیړنو څخه یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د پوهنې وزارت سره د ګډو همکاریو لپاره چمتووالی وښود.
